اسلام آباد (مانند نیوز     ) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هيواد پرمختګ لپاره ډيجيټل معيشت ضروري دے ٬ د مسئلو حل او سپيځلتيا له به ټيكنالوجۍ څخه استفاده كول وي ٬ سپېځلتيا ٬ په زړه پورې واكمنۍ او معاشي پرمختګ له به ډيجيټل ټېكنالوجي خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ اولني نېشنل ډیجیټل سمټ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د هيواد پرمختګ لپاره ډيجيټل معيشت ضروري دے ٬ د مسئلو حل او سپيځلتيا له به ټيكنالوجۍ څخه استفاده كول وي ٬ سپېځلتيا ٬ په زړه پورې حكمرانۍ او معاشي پرمختګ له به ډيجيټل ټېكنالوجي خپلول وي۔ احسن اقبال ووئيل د تعلیمي ادارو او ټېك انډسټري ترمينځه همكارۍ ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے ، حکومت په ځوانانو كښې پېشه وره او ډیجیټل مهارتونو ته ودې وركولو له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د وګړو ٬ كاروباري او سركاري ادارو تحفظ له حكومت د سائبر سكيورټي څانګې مضبوطوي ٬ په كلي والو سيمو كښې ډیجیټلائزېشن ته ودې وركولو او د ارزان انټرنېټ آساني باوري كولو له اقدامات كوؤ۔ ده ووئيل ټېكنالوجي ته ودې وركولو له به حكومت او نجي څانګې له د سرمايه كارۍ ٬ سټارټ اپس او اېم اېم ايز ډاډګيرنه كول او د ځوانانو 65 فيصده آبادۍ ته عصري هنر ښودل وي۔ ده پوهانو له بلنه وركړه چې هغوي په جدت اډانه آئيډياز وړاندې كړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *