اسلام آباد۔ (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شريف په مستونګ كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو خلاف د آپرېشن رد الفتنة – 3 لاندې په دوه كاميابو كارروائيو كښې د 15 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له د امنيتي ځواكونو قربانۍ او عزم د ستائنې وړ دې۔ ټول قام د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې خپلو مېړنو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان په شمول د هېواد په هره يو برخه كښې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به ددې خلاف جنګ روان ساتلې شي۔ ليکنه چليدنه د سریلانکا کرکټ لوبډلې په درناوي كښې د ماښامنۍ مېلمستيا اهتمام وشو