پېښور 19 نومبر (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ د زيارت په ورځ د سينئر خبريال بابر بن عطا كور پیښور ته لاړو او هغه سره ئې د مور په مړينه لاس نيوه وكړه۔د پېښور پي آئي ډي وياند له مخې د دورې په مهال د  وزير اعظم ميډيا كوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ هم د وفاقي وزير سره ملګےے ؤ ۔وفاقي وزير د يووالي او غمرازۍ څركندوني سره ووئيل د مور په حق رسيدل لويې غم وي۔ده ووئيل د مور په څير د عظيمې هستۍ جدا كيدل يو لويې زيان دے د كوم آزاله چې نه شي كيدے۔وفاقي وزير ووئيل په دې سخت وخت كښې د بابر بن عطا او د هغه د كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كوو او په دې غم كښې د غمجني كورنۍ سره يو برابر شريك يو۔وفاقي وزير دعا وكړه چې لويې څښتن دې اروښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *