اسلام آباد (مانند نیوز ) ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټي پاکستان (ټي ډي اے پي) وئيلي دې چې په چين كښې كېدونكي نړيوال تجارتي نندارتون “چائنا فشريز اينډ سي فوډ اېکسپو” كښې ګډون لپاره تر اتم اګست درخواستونه جمع كېدې شي۔ د ټي ډي اے پي لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې درې ورځنې ننداروتون به د چين په چنګ ډاٶ ښار كښې 30 اكتوبر څخه تر يكم نومبر كال 2024 جاري وي په كوم كښې به چې سي فوډ سره تړون لرونكي كسان او ادارې خپل مصنوعات وړاندې كولو سره خپلې كاروباري چارې ترسره كوي٬ د نندارتون پحقله نور معلومات د اتهارټۍ وېب پاڼې څخه ترلاسه كېدې شي۔ ليکنه چليدنه پاكستان ته د تير مالي كال په مهال په مجموعي توګه 9.811 اربه ډالره غير ملكي معاونت ترلاسه شوې:د اقتصادي چارو وزارت پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي: سفير ساجد بلال