بنکاك 13 اکتوبر (مانند نیوز) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ريکوډك منصوبې لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره د منصوبې په مالي معاونت كښې د نړيوال مالياتي کارپوريشن د قائدانه کردار ستائنه وكړه۔ ده دا خبره د نهې په ورځ انټرنيشنل فنانس کارپوريشن (آئي اېف سي) مېنځني ختيز او مېنځنۍ آسيا لپاره سيمه ايز نائب صدر عماد فخوري سره په ملاقات كښې كړې۔ د تھائي لينډ په بنکاك ښار كښې د نړيوال بېنك او د آئي اېم اېف د كال 2026 كلنو غونډو په موقع  د ملاقات په مهال د نجي څانګې په مشرۍ كښې معاشي ترقي او د روزګار موقعو ته وده وركولو لپاره د آئي اېف سي مرسته لا قوي كولو او معاشي استحکام په تل پاتې پرمختګ بدلولو پلو پام وګرځولے شو۔ په ملاقات كښې د آئي اېف سي د زياتېدونكو منصوبو، وړو كاروبارونو لپاره مالي معاونت، د کاروباري هلو ځلو وده، کيپيټل مارکيټس او د ګرين و ډيجيټل بانډز جاج هم واخستلے شو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *