اسلام آباد۔ (مانند نیوز) الېكشن كمېشن د بلدياتي ټاكنو كولو كېس كښې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر دريو اوونيو مهلت وركولو سره كېس تر 20 اكتوبر وځنډولو۔ د نهې په ورځ خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه د كېس سماعت الېكشن كمېشن كښې وشو۔ د سنده ممبر نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز كمېشن د كېس اورېدنه وكړه جې پكښې چيف سېكرټري او د بلديات سېكرټري كمېشن كښې وراندې شول ۔ د الېكشن كمېشن سپېشل سېكرټري ووئېل د قانون سازۍ په اړه لا كوم پېشرفت نه دے شوے ٬ ښكاري خو داسې چې صوبائي حكومت بلدياتي ټاكنې كول نه غواړي۔هغه ووئېل كه صوبائي حكومت اوغواړي نو په دوو ورځو كښې د الېكشن كمېشن سره په ګده ټول كار مكمل كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا ممبر ووئېل د اوسني قانون تر مخه ولې حلقه بندۍ ونه كړې شوې ٬ سېكرټري بلديات ووئېل قائمه كمېټي په تراميم كار كوي او سفارشات به كابينه ته لېږلې شي۔چيف سېكرټري ووئېل د 30 نه تر 40 زره ودانۍ تهرېش هولډ وركړے شوے ٬ د حلقه بنديو نه پس به د يونين كونسلز شمېره واضحه شي ۔ د پنجاب ممبر په يوه اوونۍ كښې د واضحه موقف راوړلو امر سره پوښتنه وكره قانون سازي به تر كله مكمل شي ۔ دغسې الېكشن كمېشن صوبائي حكومت ته د دريو اوونيو مهلت وركړو او د كېس سماعت يې تر 20 اكتوبر وځڼډولو ليکنه چليدنه د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ربجا نوو ټاكلے شوو عهيدادارو له مباركي وركړه