اسلام آباد۔26ستمبر  (مانند نیوز)د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د ډیره اسماعیل خان په درا زنده سیمه کښې د چاودنې له امله د قیمتي انساني ځانونو په زيان ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د خالي په ورځ خپل بیان کښې هغه د غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښكاره كړه او د ترهګرو لخوا د بې ګناه وګړو په نښه کول یې په کلکه وغندل۔ يوسف رضا ګيلاني ددې عزم پخلې وكړو چې رياستي دارې د ترهګرۍ له منځه وړلو او په دې کښې د ښکیلو عناصرو د عدالت منګولو ته د سپارلو لوظ لري۔ هغه په پیښه كښې په حق رسېدليو شهيدانو له د لوړو درجو ٬ ټپيانو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ هغه اړوندو چارواکو ته هدايت وكړو چې ټپیانو له غوره طبي آسانۍ برابرې کړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *