نیویارک ۔(مانند نیوز) د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار د فلسطین اولس د خود ارادیت د حق او د 1967 کال څخه وړاندينو پولو په بنسټ د خپلواک او متصل فلسطیني دولت چې القدس الشريف يۍ پلازمينه وي ٬ جوړولو لپاره د پاکستان د نه كمزورې كېدونكي دریځ پخلې كړې دې۔ د خالي په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د وېنا له مخې مرستیال وزيراعظم د بیت المقدس په اړه د عرب لیګ او د څلورو اسلامي هیوادونو (پاکستان، ترکیه، مالیزیا، اندونیزیا) ګډه وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو۔دا غونډه د اردن د هاشمي سلطنت لخوا رابلل شوې وه او د2026 کال د اګست په 5مه په عمان کې د بیت المقدس د وزیرانو د غونډې فالو اپ وه۔ مرستیال وزيراعظم د مسجد الاقصی او حرم الشریف خلاف د روانو سرغړونو او په مقبوضه ختيځ يروشلم كښې د تاريخي او قانوني ثیت د بدلولو په هڅو اندیښنه څرګنده کړه۔ هغه په يروشلم كښې د اسلامي او عیسايي مقدس ځایونو هاشمي سرپرستۍ له د پاكستان د كلك دريځ پخلې وكړو۔ مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار د فلسطین اولس د خود ارادیت د حق او د 1967 کال څخه په وړاندينو پولو اډانه د خپلواک او متصل فلسطیني دولت چې القدس الشريف يۍ پلازمينه وي ٬ جوړولو لپاره د پاکستان نه كمزورې كېدونكې دریځ تكرار كړو۔ ليکنه چليدنه د حرمين شريفين تحفظ ريډ لائن دے،وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېنېټ لنډ مهال چيئرمېن د مالديپ سپيكر په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره ملاقات ، دوه اړخيزه همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه