اسلام آباد 10 نومبر (مانند نیوز) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) د تعليمي ادارو د بورډ آف ټرسټيز په پنځمه غونډه كښې د پاكستان نمائندګاني كولو سره سيمه ايزې تعليمي مرستې، علمي شراکت دارۍ او د بشري وساېلو پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د پاکستان حكومت د پوخ عزم پخلے كړے دے۔ په غٶنډه كښې د ورچوئل ګډون په مهال وجيهه قمر د پاکستان ملي دريځ وړاندې كولو سره ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت تر معياري تعليم رسنه ښه كولو، د سکولونو نه بهر ماشومانو په تعليمي نظام كښې شاملول، د اعليٰ تعليم ودې او فني او وظيفائي تربيې مستحكم كولو لپاره په جامع تعليمي اصلاحات عمل كوي۔ دې ووئيل تعليم، جدت او جديد ټيکنالوجي، په خاص توګه مصنوعي ځيركتيا او ډيجيټل تعليم، د اي سي او په منطقه كښې پل پاتې پرمختګ او معاشي خوشحالۍ لپاره ضروري دي۔ وجيهه قمر ووئيل تعليم د سيمه ايزو روابطو٬ مشترکه خوشحالۍ او د تل پاتي پرمختګ بنياد دے، پاکستان ځوانانو لپاره د مقصد وړ موقعې راپېدا كولو او په منطقه كښې د تعليمي شراکت دارۍ لا قوي كولو لپاره عزم لري۔ ليکنه چليدنه پاكستان رياض كښې د سعودي آرامكو په دفتر د حوثيانو بريد په سختو ټكو وغندلو وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوپ-31 مشرانو كنفرنس كښې ګډون لپاره تركيه ته لاړو