اسلام آباد 05 نومبر (مانند نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د انتخابي اصلاحات کميټۍ لپاره به د سېنېټ د غړو پرېكړه ډېره زر اوشي، د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ دوه، دوه او پي ټي آئي له به هم دوه چوكۍ وركولې شي۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل اے اېن پي، بلوچستان عوامي پارټي، نيشنل پارټي او جے يو آئي ته به يوه يوه چوكۍ ترلاسه كېږي، د نومونو حتمي پرېكړه به قائدِ ايوان و نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار سره د مشاورت نه پس كوٶ۔ ده ووئيل نائب وزيراعظم به اپوزيشن، حکومتي اتحادي ګوندونو او اړوند پارلماني مشرانو سره د مشاورت نه پس حتمي پرېكړه كوي ليکنه چليدنه سعودي عرب كښې كېدونكے ايشين فټ بال کپ وځنډولے شو