اسلام آباد (مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني سيکرټري چوهدري محمد رفيق د كور وداني په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د شورو په ورځ ده د چوهدري محمد رفيق په نوم جاري شوي خپل د غمرازۍ پيغام كښې د هغه د كور وداني په مړينه د غمرازۍ او غم جنې كورنۍ سره ج د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د اروښادي مرګ د كورنۍ لپاره لوي غم دے۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيکر دعا اوكړه چې لوي څښتن دې اروښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *