اسلام آباد (مانند نیوز) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد ټولو سياسي ګوندونو ته اپيل كړے دے چې ھغوي دې په بي آئي اېس پي سياست نه كوي او نه دې دې څخه د مستفيد كېدونكي بې وزله اولس تذليل وكړې شي، بي آئي اېس پي د رياستِ پاکستان پروګرام دے چې مقصد ئې مستحق وګرو ته معاشي تحفظ وركول دي۔ ميډيا سره خبرو كښې سېنېټر روبينه خالد ووئيل بي آئي اېس پي خېرات نه، د مستحقنيو معاونت او په انساني پرمختګ كښې سرمايه كاري ده، د نړيوال بنك د تحقيق په رڼا كښې د پروګرام له مخې مصرف كېدونكې هره يوه روپۍ په ځايي معيشت كښې نزدې د 2.34 روپو معاشي هلې ځلې پېدا كوي۔ مستحقين دا رقم په خوراك، تعليم، درملنه او په نورو ضرورتونو په هېواد كښې لګوي چې ورسره ځايي معيشت وده مومي٬ نړۍ د دې پروګرام معترف ده٬ بېل هېوادونه زمونږ ماډل سټډي كولو سره پخپلو هېوادونو كښې نافذ كوي۔ دې ووئيل چې بي آئي اېس پي د يو مضبوط ادارہ جاتي نظام له مخې كار كوي چرته چې نګراني، جانچ پړتال او د احتساب يو شمېر تګلارې موجود دي۔ د پروګرام هر كال د آډیټر جنرل آف پاکستان د لارې باقاعدہ آډټ كېږي۔ په دې موقع دې سوال پورته كړو چې د فلاح او خېرات په نامه د اربونو چنده او د قربانۍ څرمنو څخه د ترلاسه كېدونكي آمدن آډټ او حساب کتاب هم بايد اولس ته رامخې ته كړې شي۔ دې واضحه كړه چې اولسي عطیات وي يا سرکاری وسائل د دواړو په استعمال كښې سپېځلتيا او جواب دهي ضروري ده۔ ليکنه چليدنه د انتخابي اصلاحات کميټۍ لپاره به د سېنېټ د غړو پرېكړه ډېره زر اوشي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري