اسلام آباد 24 نومبر (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف د وزيرانو لخوا د اوسنو بيانونو نوټس اخستو سره د كابينې غړو ته امر كړے دے چې د يو بل په ضد د سياسي بيانونو نه ډډه وكړئ، وفاقي حکومت خپل ټول پام د اولس خېر ښګړې منصوبو پته ګرځولے دے، حکومت د معاشي استحکام نه تل پاتي معاشي ترقۍ پلو خپل مزل روان ساتلے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل الحمدلله پاکستان ته په نړيواله كچه او په سفارتي ډګر هم الله پاك يو شمېر كاميابۍ وركړې دي، وفاقي حکومت تل د رغونې و ترقۍ سياست ته وده وركړې ده۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې موقع د وفاقي كابينې ټولو غړو ته دا امر كوم چې د يو بل په ضد د سياسي بيان بازۍ څخه ډډه وكړي، د وفاقي کابينې غړو ترمېنځه معامله بايد په خبرو اتر او اتفاق سره مخ په وړاندې بوتللې شي۔ وزيراعظم ووئيل د وفاقي وزيرانو د يو بل په ضد بيانونو څخه ناوړه تاثر راپيدا كېږي او د تعمير و ترقۍ سياست څخه پام اخوا كېږي، د وفاقي کابينې وزيران ښه كار كوي او دوي له خپل پام يوازې اولسي خدمت ٬ رغونې او ترقۍ پلو ساتل پكار دے۔ وزيراعظم ووئيل د صوبائي حکومتونو استازي دې هم داسې بيانونو څخه ډډه وكړي او مثبت خبرو ته دې وده وركړي، د يو بل په ضد په بيانونو بشپړ بندېز پكار دے٬ زمونږ د ټولو فرض دي چې مونږ د سياسي استحکام په اړه خپل كردار ادا كړٶ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *