اسلام آباد 24 نومبر (مانند نیوز) د خېبرپښتونخوا ګورنر د اطلاعات او اولسي اړيكو٬ريليف٬بحالۍ او آبادكارۍ صلاكارې ثمر هارون بلور د نهې په ورځ د تورغر په شاتل سيرے كنډو ګيګيانے سيمه كښې په ټرافېكي پیښه د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔د خېبرپښتونخوا د اطلاعات محكمې وياند له مخې ثمر هارون بلور په پیښه كښې د ميرمن پشمول د 8 كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونې كولو سره غم جنو كورنيو سره غمرازي ښكلاره كړه ۔دې ووئېل  رېسكيو 1122 لخوا په وخت د مرستې كاروائي د ستائنې وړ ده۔دې ژوبل شوو ته  ښې طبي آسانۍ باوري كولو لپاره اړوند چارواكو ته هدايت شوے۔دې ووئيل  د ژوبل شوو درملنه كښې دې كومه بې غوري ونه كړې شي۔دې ووئيل  په پېښه كښې ژوبل شوو ټولو كسانو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔دې ووئيل لويې څښتن دې په حق رسېدلې كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *