اسلام آباد ۔ (مانند نیوز) الېكشن كمېشن آف پاكستان د پارلمان و صوبائي اسمبليو غړو ته سپارښتنه كړې ده چې هغوي د مالي كال 2025۔26 خپلې او د كورنيو د اثاثو ګوشوارې تر 31 دسمبر الېكشن كمېشن سره جمع كړي۔ د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن د اړخه جاري اعلاميه تر مخه د پارلمان غړو او د صوبائي اسمبليو غړو د اړخه د مالي كال 2025 ۔26 د ګوشوارو جمع كولو وروستۍ نېټه 31 دسمبر 2026 ده٬ د انتخابي قانون 2017 دفعه 137 تر مخه ټول د پارلمان او صوبائي اسمبليو غړو لپاره لازم ده چې هغوي د خپلو كورودانو او د كفالت لاندې كسانو د اثاثو او واجبات ګوشوارې د فارم بي په صورت د 31 دسمبر 2026 نه وړاندې جمع كړي ۔ د وړومبۍ جنورۍ نه به د ګوشوارو نه جمع كوونكو غړو فهرست جاري كولې شي او تر 15 جنورۍ د ګوشوارو نه جمع كوونكو غړو د پارلمان و صوبائي اسبمليو ركنيت به معطل كولې شي۔ ليکنه چليدنه د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د پاكستان هائي كمېشن دوره ٬ اعلی چارواكو او عملې سره ملاقات