اسلام آباد (مانند نیوز)  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئېلي دي د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې د پي ټي آېئ د باني په روغتون كښې معائنه وكړې شوه٬ د طبي معائنې نه پس  د پي ټي آئي باني صحت مند وګرځولے شو  او د ټول عمل تر سره كېدو نه پس هغه بېرته اډياله زندان ته منتقل كړے شو۔  د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه   ايكس خپل پېعام كښې  وفاقي وزير ووئېل  د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې بنديوان د 21 اګست په نيمه شپه  د مناسب حفاظتي انتظامات سره روغتون ته راوستلے شو٬ د سترګو٬ زړونو او فزيشن پوهه ډاكټرانو ډلې د هغه تفصيلي معئانه وكړه او هغه يې په طبي توګه روغ رمټ وګرځولو۔  د هغه خور  عظمې خان د طبي معائنې  او د علاج د ټولو پراړونو په مهال موجود وه۔  دا ټول عمل د تر سره كېدو نه پس   هغه د 21 اګست په سهار نزدې 5 بجې اډياله زندان ته بېرته منتقل كړے شو ۔ وفاقي وزير لا تفصيلات بيانولو سره ووئېل  دا طبي معائنه په پمز روغتون كښې وكرې شوه  چې پكښې دشفا انټر نېشنل  هسپتال ډاكټران هم موجود وو۔ د پي ټي آئې كاركنانو د اړخه د امنيت چې كوم صورتحال د شفا انټر نېشنل هسپتال په لاره كښې بهر پېدا كړے شو  د هغې تر مخه هغه پمز ته ورسولے شو  او د طبي معائنې  تر مخه هغه صحت مند ؤ ۔  هغه ته وړاندې هم طبي آسانۍ وركړې كېدې  او اوس هم چې كله ضرورت وي طبي سهوليات به وركولې شي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *