قاهره (مانند نیوز ) د عرب ليګ سېكرټري جنرل نبيل فهمي د سوريه په ادلب ولايت كښې په ابو الظهور هوائي ډګړ د اسرايئل د فضائي بريد عندنې كولو سره وئېلي دي دا بريدونه د سوريه د خود مختارۍ او د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزي ده۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د عرب ليګ د اړخه جاري بيان كښې سېكرټري جنرل نبيل فهمي د اسرايئل بريدونه اشتعال لرونكې ٬ جواز نه لرونكې او د نه قبلولو وړ وګرځول۔هغه ووئېل اسرائيل په منطقه كښې اړے ګړے خپرول او د شخړو او نښتو دائره پراخه كولو هڅې كوي۔ د عرب ليګ سېكرټري جنرل د مخ ملازه لرونكو نړيوالو فربقېنو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل نه غوښتنه وكړه چې هغوي خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي او د اسرايئلي بريدونو مخ نيوي له موثر ګامونه واخلي دغسې چې منطقه د نور اړي ګړي او تشدد نه اوساتلې شي۔ ليکنه چليدنه د چین صدر د انډونېزيا خپل هم منصب سره د زلزلې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه