اسلام آباد۔(مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري د قانون نافذ كولو ٬ د ترهګرۍ ٬ نشه یي توکو ٬ بشري قاچاق او د کډوالو د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي په برخو کښې د پاکستان او مالیزیا ترمنځ د همکاریو په لا پیاوړتیا ټینګار کړې دې. د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت دا خبره د ماليزيا د کورنیو چارو له وزیر سېف الدین نصر الدين بن اسماعيل سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې د کورنیو چارو او نشه یي توکو مخنيوي وفاقي وزیر سید محسن رضا نقوي٬ په پاكستان كښې د ماليزيان هائي كمشنر اېم اظهر مزلان، د رائل ملائیشیا پولیس سپېشل برانچ ډائرېکټر ابراهیم داروس او د ماليزيا د جېل خانه جات محكمې د اصلاحات بحالۍ ډپټی کمشنر جنرل حفیظ عثمان په شمول نور چارواكي هم ګران مېلمه سره موجود وو۔ صدر مملكت د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاكستان ماليزيا سره خپلې د ورورولۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي كومې چې د ايمان ٬ كلتور ٬ احترام او اولسې تړون په مضبوطو بنيادونو اډانه لري۔ صدرِ مملکت د ادارہ جاتی همكارۍ مضبوطولو او په خاص توګه داخلی سلامتيا، امېګرېشن او قانونی او عدالتی چارو كښې شوې پېشرفت وستائلو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو سره په اړوندو چارو هم بحث وكړے شو۔ د ماليزيا داخله وزير صدر مملكت ته ووئيل چې كال 2026ء د پاکستان او ملائیشیا ترمينځه د سفارتي اړيكو پېل كېدو 69 م كال دے۔ ده ووئيل دا مهال د پاكستان بېلو ښارونو او ماليزيا ترمينځه اوونيز 14 پروازونه چليږي او د دې لا زياتولو له هڅې روانې دي۔ صدر مملكت ددې باور څرګندونه وكړه چې دا دوره به دوه اړخيزه اداره جاتي اړيكې له مستحكمولو او پاك – ماليزيات پخوانۍ او ګڼ اړخيزه اړيكې لا پياوړې كولو كښی مرستياله ثابت شي۔ ليکنه چليدنه د سپريم كورټ پرېكړې په رڼا كښې د پي ټي آئې د باني په روغتون كښې معائنه٬ هغه صحت مند وګرځولے شو ٬ بېرته زندان ته منتقل كړے شو٬ عطاﺀ الله تارړ