رياض۔ (مانند نیوز)  د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په رياض كښې د كابينې غونډې مشري وكړه ٬ جې پكښې د ڼريوالې و سيمه ايزې وضعې جاج واغستلے شو او په اوسنو كښې د ورونړو هېوادونو سره په شوو مهمو خبرو اترو د خيالاتو څرګندونه وشوه  ٬ د كومو مقصد جې  په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې امكانات پراخه كول وو۔  د ايس پي اے تر مخه  منطقه كښې د  امن  او  سېكورټي په بنيادونو مستحكمولو ٬  د توان د مڼډيانو  په روانۍ ٬ د آبي لارو په امنيت  او د بېړيو  تګ راتګ  باوري كولو د ټولو هلو ځلو په زړه پورې ملاتړ زور راوړلے شو  ٬ دغسې چې نړيوال تجارت  او د سبلايئ چېنز تسلسل په ځائے اوساتلے شي۔غونډه كښې د مملكت په مجموعي چارو ٬  د نړۍ په بدلېدونكو حالاتو  او د منطقې په ماحول كښې د راتلونكو بدلونونو او د پرله پسې چېلنجز باوجود بېلو څانګو كښې د پرمختګ او كاميابيو جاج واغستلے شو۔  كابينې د قامي معېشت د تازه وضعې او د بدلېدونكو حالاتو  تر مخه د ګامونو هم جاج واغست۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *