بیجنګ۔ (مانند نیوز) د چین صدر شي جن پھنګ په انډونېزيا كښې د راغلې زلزلې څخه په ځاني زيان خپل هم منصب پرابوو سوبیانتو سره د غم رازۍ څرګندونه كړې ده ۔د سي جي ټي این تر مخه هغه تېره ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې وئېلي دي ما ته په دې خبر ډېر درد رسېدلے دے چې په انډونیزيا كښې سخته زلزله راغلې ده د كومې په نتيجه كښې چې ځاني او مالي زيان شوے دے ۔هغه ووئېل زه د چین حکومت او اولس لخوا په ځاني زيان غمرازي او د ځپلو كورنيو او ژوبل شوو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوم ۔ د چین صدر دا باور ښكاره كړو چې د انډونیزيا صدر پرابوو سوبیانتو په مشرۍ كښې حکومت به د انډونیزيا اولس د دې قدرتي آفت په زيان قابو موندلو او زر تر زره خپلو كورونو ته ستنولو او د معمول ژوند بيا بحالولو كښې کامیاب شي۔ ليکنه چليدنه نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د روسيه سفير وليدل، په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه د عرب ليګ سېكرټري جنرل د سوريه په هوائي ډګر د اسرائيلي بريد غندنه وكړه