اسلام آباد  (مانند نیوز) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي په اسلام آباد امن مذاکراتو كښې د ګډون په اړه تر اوسه د ايران لخوا په رسمي توګه ځواب نه دې ترلاسه شوې، پاکستان د ثالث په توګه د ايران چارواكو سره پرله پسې په تماس كښې دے٬ د جنګ بندۍ د خاتمې نه وړاندې د ايران په مذاكراتو د ګډون پرېكړه اهمه ده۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د پاكستان د معياري وخت له مخې تر 7:30 بجو د صورتحال نه خبرولو سره ووئيل په اسلام آباد امن مذاکراتو كښې ګډون لپاره د پلاوي د تصديق په اړه د ايران لخوا د رسمي ځواب ته انتظار دے٬ پاکستان د ثالث په توګه ايران سره پرله پسې په تماس كښې دے او د سفارتكارۍ او مكالمے په لاره عمل كوي۔ ده ووئيل جنګ بندي د اپرېل په 22مه نيټه د پاكستان د معياري وخت له مخې سهار وختي په 04:50 بجے ختمېږي او د دوه اوونيو د جنګ بندۍ د اختتام نه وړاندې په مذاكراتو كښې د ګډون په اړه د ايران پرېكړه ډېره اهمه ده۔ ده ووئيل چې پاکستان د ايران مشران د مذاكراتو په دوېم پړاٶ كښې ګډون لپاره راضي كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي او دا هڅې جاري دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *