اسلام آباد۔21اپریل د سېنېټ چيئرمېن سېدال خان د ختيز شاعر، د پاكستان مفکرِ ډاكټر علامه اقبال (رح) 88 م تلين په موقع په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې ډاكټر علامه اقبال د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره يوه عظيمه فكري سرمايه ده د چا شاعري او فلسفه چې نن هم د قومونو د لارښودنې سرچينه ده۔ ده ووئيل د ډاكټر علامه اقبال تعليمات كښې چې د خودۍ ٬ يقين او عمل كوم درس وركړے شوے دے هغه نن هم ځوانانو لپاره د لارې مشال دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نوي كول له به د اقبال په پیغام ځان پوهول او د هغې له مخې خپل صلاحيتونه كارول وي دغسې چې هغوي د قوم او هېواد په پرمختګ كښې فعاله كردار ترسره كړے شي۔ ده ووئيل په موجوده حالاتو كښې د اقبال افكار په عملي ژوند كښې بايد خپل كړې شي دغسې چې د يو مضبوط ٬ خپلواكه او سوكاله رياست بنياد كېښودلے شي۔ ده زياته كړه چې قومي ادارې بايد خپلو پالېسيو او اقداماتو كښې د اقبال نظريات تر پام لاندې ونيسي۔ ده ووئيل د يو قوم په حېث به مونږ له ددې عزم پخلې كول وي چې مونږ به د اقبال فكر د خپل انفرادي او اجتماعي ژوند برخه جوړوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ ته د اقبال په پېغام پوهېدو او په دې د عمل كولو توفيق راكړي۔ ليکنه چليدنه ټوکیو۔20 اپرېل جاپان كښې د 7.5 درجې شدت له زلزلې وروستو سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے د جنګ بندۍ د خاتمې نه وړاندې د ايران په مذاكراتو د ګډون پرېكړه اهمه ده۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ v