اسلام آباد 04 نومبر (مانند نیوز)  د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي صوبائي چارواكو سره د سپيشل انويسټمنټ فسيليټيشن کونسل (اېس آئي اېف سي) دوره وكړه  او په دې موقع ئې شته چارواكو سره ملاقات وكړو ۔ په ملاقات كښې د صنعت سلاحكار ډاکټر محمد ارشاد، د منصوبه بندي او پرمختګ سلاحكار عثمان سېف الله، د سائنس و ټيکنالوجۍ سيکرټري نثار احمد، د اکنامک زونز چيف ايګزيکټو آفيسر او د بورډ آف انويسټمنټ غړي هم موجود وٶ۔ د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې صوبه كښې د سرمايه کارۍ په موقعو، د خاص اقتصادي زونز استعداد څخه  په مكمل استفاده او د کاروبار دوست ماحول په وده تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر فېصل کريم کنډي ته د اېس آئي اېف سي کردار، د سرمايه کارۍ ودې او کاروباري آسانيو لپاره په روانو ضابطه جاتي اصلاحات بريفنګ هم وركړے شو۔  ګورنر په صوبه كښې د سرمايه كارۍ پراخه امكانات څخه په استفاده او دې مقصد لپاره د وفاقي او صوبائي ادارو ترمېںځه د موثره مرستې په اهميت زور راوړو

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *