خپل كور د هر وګړي حق دے ٬ په آسانو شرطونو پورونه وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ رهائشي څانګه كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد۔ (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي كور د هر وګړي حق دے ٬ دے مقصد لپاره په آسانيو شرطونو پورونه وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ رهائشي څانګه كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي له مخې ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په رهائشي څانګه كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره اقدامات ٬ كم مصرفه كورونه وركولو او د روزګار موقعې زياتولو په اړه د رابللې شوې جاج اغستلو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذیر تارړ، احد خان چیمه، اورنګزېب، میاں ریاض حسین پیرزادہ، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیانی، اټارنی جنرل منصور اعوان، ګورنر سټېټ بنک جمیل احمد، د ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر په شمول د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز ٬ د نجي څانګې پوهانو او د اړوندو چارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد رهائشي څانګه د سرمايه كارۍ پراخا استعداد لري٬ دې څخه ګټه پورته كولو له د سرمايه كارانو په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ ده ووئيل په دې څانګه كښې به د بهرنيو سرمايه كارو او سمندر پورې پاكستانيانو د سرمايه كارۍ تحفظ باوري كولې شي۔ ده ووئيل په دې څانګه كښې سرمايه كارۍ ته وده وركولو سره به معيشت مخ په وړاندے روان شي او د روزګار بلها موقعې به رامخې ته شي۔ په غونډه كښې ووئيل شوو چې د وزيراعظم په هدايت په رهائشي څانګه كښې د بهرنيو سرمايه كارو او سمندر پورې پاكستانيانو سرمايه كارۍ لپاره خصوصي ګامونه پورته كولې شي۔ ددې څانګې په قانوني اصلاحاتو تندۍ سره كار روان دے۔ كم مصرفه رهائشي منصوبو لپاره د كم لګښت پورنو نظام عملي كړے شوے دے په راتلونكي پړاؤ كښې به بېنكونو ته به په دې اړه هدفونه وركولې شي۔ وزیرِ اعظم هدايت وكړو چې د رهائشي منصوبو پرمختګ له دې بشپړ اقدامات زر تر زره عمملي كړې شي۔

50% LikesVS
50% Dislikes

اپنا تبصرہ بھیجیں

seventeen − 8 =