بیجنګ  (مانند نیوز) چین د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلے کړے دے۔ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یو خبري كنفرنس کښې وویل چین هیله لري چې دواړه هیوادونه به په زغم او سكون سره د سولې خبرې اترې بیا پېل کړي، زر تر زره به جامع او دوامداره اوربند ترلاسه کړي او اختلافات به د خبرو اترو له لارې حل کړي دغسې چې په دواړو هیوادونو او سیمه کښې سوله او ثبات وساتل شي. هغه زیاته کړه چې چین د اړوندو اسلامي هېوادونو د هڅو ستاینه کوي۔ هغه زياته كړه چې چین په سباؤن كښې هم رغنده رول لوبولو له چمتو دے۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *