اسلام آباد  (مانند نیوز)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې بار كونسلز د حكومت په ترجيحات كښې شامل دي او د دې پياوړتيا د انصاف موثر نظام په ځاې كېدو لپاره ضرورې ده٬ وفاقي حكومت په پرمختيائي پروژو كښې د بار كونسلز د بشپړه مرستې عزم لري۔ د وياند له مخې دا خبره ده د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا بار كونسل پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د ملاقات په مهال د بار كونسل روانو او مجوزه پروژو لپاره د حكومتي مرستې په زياتولو ٬ وكيلانو ته د پېښو مسئلو په حل كولو او هغوي ته په زړه پورې آسانۍ رسولو سره په اړوندو چارو غور وشو۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د وكيلانو ورورلۍ كردار ستائېلو سره ووئيل چې د انصاف نظام كښې د بار كونسلز كردار مهم دے او حكومت به دا كردار لا موثر جوړولو لپاره خپل عملي اقدامات روان ساتي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *