اسلام آباد (مانند نیوز) د پاکستان په بهرنيو مالياتي اشاريو كښې د بهترۍ مثبت رجحان روان دے ، کرنټ اکاؤنټ سرپلس د يو كال لوړې كچې ته رسېدلې٬ د حكومتي پاليسو په خاص توګه د اېس آئي اېف سي معاونت او د معاشي استحكام اقداماتو له امله په معيشت باور بحالېږي۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد له مخې پاكستان په فروري كال 2026 كښې د 427 ملين ډالرو کرنټ اکاؤنټ سرپلس ريکارډ كړو كوم چې د مارچ كال 2025 نه پس لوړه كچه ده٬ دا پرله پسې دوېم مياشتنيز سرپلس دے، د دې نه وړاندې په جنوري كال 2026 كښې هم د 60 ملين ډالرو سرپلس ريکارډ شوے ٶ۔ ده وويل چې په کرنټ اکاؤنټ كښې د بهترۍ لوے سبب په ترسيلات زر كښې اضافه، ويليو ايډډ برآمداتو ته وده وركول او په درآمداتو كښې نظم و ضبط شامل دے ليکنه چليدنه پي ټي ډي سي به په راتلونكي پاکستان ټريول مارټ 2026 كښې ليډ ګورنمنټ پارټنر وي پي ايس ايل، د پشاور زلمي د نوي کټ ټيزر جاري كړو