اسلام آباد(مانند نیوز) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د هېواد د آبادۍ يوه لويه برخه په مېرمنو مشتمله ده او له دې كبله د مېرمنو معاشي او سياسي شموليت د هېواد پرمختګ لپاره ضروري دے۔ د مېرمنو قامي ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل مېرمنې غړې په قانون سازۍ كښې فعاله او مؤثر كردار ترسره كوي٬ وېمن پارلیمنټری کاکس د مېرمنو د حقونو تحفظ له فعاله ګامونه اخلي٬ پارليمان د مېرمنو تحفظ او د هغوي اختيارمندې له مهمه قانون سازي كوي٬ د انجونو زده كړو ته ودې وركولو له اقدامات د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ سردار اياز صادق ووئيل تلپاتي پرمختګ لپاره مېرمنې اختيارمندې جوړول ضروري دي٬ د پاكستان په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار د ستائنې وړ دے٬ده ووئېل فاطمه جناح او د بېنظير بھټو پشمول د مېرمنو لارښودو خذمات د تاريخ يو روښانه باب دے٬ د مريم نواز كاركردګۍ ثابته كړه چې مېرمنې په هره څانګه كښې لارښودنه كولې شي۔ زده كړې ٬ روغتيا او معيشت كښې د پاكستانو مېرمنو په زړه پورې خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مېرمنو له يو برابر موقعې او محفوظ چاپیريال برابرول ضروري دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *