کراچۍ (مانند نیوز) وړومبۍ ميرمن ، د قومی اسمبلۍ غړي بی بی آصفه بھټو زرداری د انډونیزیا د تجارت نائب وزیرِي دیاح رورو اِستی وِدیه سره ملاقات كړې ، چې پكښې د پاکستان او انډونیزیا ترمينځه مرستي لا قوي كولو په امکاناتو د خيالاتو څرګندونه شوي۔خبرو اترو كښې په خاص توګه د ميرمنو په خپلواكه كولو، موسمیاتی لچك، سماجی ښېګړے، كوټلي پرمختګ او اولسي رابطو ودي ته پام لرنه شوي۔وړومبۍ ميرمن سماټرا كښې اوسني لينډ سلائیډنګ او سېلاب له امله په شوې مالي او ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا او ځپليو كورنييو سره د يووالي څرګندونه وشوه۔د خالي په ورځ د ایوان صدر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د انډونیزیا د تجارت نائب وزیري پاکستان ته په راتګ هركلي كولو سره بی بی آصفه بھټو زرداری ووئيل د هغې دا دوره د پاکستان او انډونیزیا په پخوانو اړيكو كښې د زياتوالي او باور عكاسي كوي۔دې نائب وزیري سره د پاکستان سره د آبائی رابطو ذكر هم وكړو ۔ دې ووئيل دا ذاتی نسبت دوه اړخيزه اړيكو له يو معنی لرونكې او علامتی اړخ وركوي۔2022 كښې سندھ كښې راغلي سېلاب حواله وركولو سره وړژمبۍ ميرمن ووئيل د بلاول بھټو زرداری په مشرۍ او وژن كښې د سندھ حكومت تر اوسه دوه ميليونه څخه زيات كورونه جوړ كړي،كوم چې د يو آفت نه پس د بحالۍ او موافقت په ميدان كښې نړيوال ريكارډ دے۔دې زور راوړو چې د هغه كورونو ملکیتی اسناد د كورنيو مشرانو ميرمنو په نوم منتقل کړې شوي،كوم چې په سندھ كښې د ميرمنو خپلواكه كولو ، معاشی تحفظ او سماجی وقار ودي يو تاریخی پیش رفت دے۔ وړومبۍ ميرمن د صدر پربوو سبیانتو د پاكستان اوسنۍ دورے هركلے وكړو او ميرمنو او ماشومانو غذائیت په اړه د انډونیزیا سماجی ښېګړے پروګرامونه ئې وستائل۔دې ووئيل پاکستان هم د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام په شان فلیګ شپ اقدامات د لارې د دې نوعيت په اهداف عمل كوي۔دواړو ډلو د شريك مفاهمت، مسلسل مکالمے او شريكو ګټو په څانګو كښې عملی مرستي د لارې د پاکستان۔انډونیزیا اړيكو لا مستحکمولو دلوظ پخلے وكړو۔ ليکنه چليدنه محسن نقوي په پښتونخوا كښې د عسکريت خوښو په ضد کامياب کارروائيو فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي بهرني پاكستاني عازمين دې خپل حج پرواز څخه يوه اونۍ وړاندې حاجي كيمپ كښې تربيه ضرور ترلاسه كړي: د مذهبي چارو وزارت