اسلام آباد 10 جنوري د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په خېبر پښتونخوا كښې د عسکريت خوښو په ضد په کامياب کارروائيو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي،د عملياتو په نتيجه كښې 11 خوارج وژلې شوي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي د سکيورټي فورسز پيشه وره پوهه او تند رفتارۍ سره کارروائي ستائلو سره وئيلي چې د ھغوي د خوارجو ناوړه عزائم ناکامه كړي او سيمه كښې د امن حفاظت ئې كړې۔ده ووئيل په وخت او موثره کارروائي د عسکريت خوښو خطرو ختمولو لپاره د فورسز د غير متزلزل عزم څرګندونه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د خوارج خاتمے لپاره مونږ سکيورټي فورسز ته په کامياب کارروائيو سلام كوو۔محسن نقوي د دې خبري پخلے وكړو چې عسکريت خوښو ته په په صوبه كښې د پټيدو ځائې نه ترلاسه كيږي، د قوم د پرله پسې حمايت سره به د داسې انتها خوښو بشپړه خاتمه ممکن شي۔ده د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅي كوټلي كولو او هېواد كښې امن باوري كولو له د حكومت د عزم پخلے هم وكړو۔ ليکنه چليدنه د كورنيو چارو وزير محسن نقوي جي پي او ځانمرګي بريد كښې شهيدانو ته په 18مه برسۍ پيرزوئنې وړاندې كړي وړومبۍ ميرمن ، د قومی اسمبلۍ غړي بی بی آصفه بھټو زرداری د انډونیزیا د تجارت نائب وزیرِي دیاح رورو اِستی وِدیه سره ملاقات