اسلام آباد  (مانند نیوز) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په 10 جنوري 2008 جي پي او ځانمرګي بريد كښې شهيد شويو پوليس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هغوي د’’پنجاب پوليس بهادر بچي ‘‘ ګرځولي دي څوك چې د خپلو فرائضو ترسره كولو په مهال شهيدان شوي۔د پېښې په 18مه برسۍ د خالي په ورځ په خپل پيغام كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د لاهور پوليس افسرانو او ځوانانو د خپل قوم حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د شهادت تر ټولو اعليٰ اعزاز ترلاسه كړې۔ده ووئيل شهيدان د جرات او عزم لازوال علامت دې۔ده ووئيل د هغوي قربانيو د هېواد په تاريخ كښې يو ځانګړے باب جوړ كړې۔ده ووئيل شهيدان د خپل شهادت د لارې امر شوې۔محسن نقوي زور راوړلو سره وئيلي چې قوم د دغه اتلانو د كورنيو مقروض دې۔ده ووئيل زمونږ شهيدان زمونږ پھ زړونو كښې دي او عمر له به زمونږ په زړونو كښې ژوندي وي،هغوي زمونږ د سرونو تاج دے او كوم قومونه چې د خپلو شهيدانو عزت کوي هغوي عمر له غالب وي۔وفاقي وزير د شهيدانو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د كورنيو كفالت جاري ساتلو د حكومتي عزم پخلے هم وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *