اسلام آباد۔15نومبر(مانند نیوز) د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو كونسل 30 مه دوه ورځنۍ غونډه په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې پېل شوه۔ په غونډه كښې ګډون كولو له د اقتصادي مرستې تنظيم يو شمېر غړو هېوادونو خارجه وزيران ٬ د پلاويو مشران ٬ د اي سي او سېكرټرېټ او د اي سي او ذېلي ادارو استازي اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔ په غونډه كښې د اقتصادي مرستې تنظيم عمومي سېكرټري اسد مجيد خان او د پاكستان خارجه سېكرټري عاصم افتخار احمد هم ګډون كوي۔ د اقتصادی مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل باقاعده غونډه به نن د ګل په ورځ كيږي۔ غونډې څخه وړاندې د اي سي او غړو هېوادونو د مشرانو چارواكو يوه مهمه غونډه د اتوار په ورځ وشوه د كومې مشري چې د خارجه سېكرټري عاصم افتخار كوله۔ په غونډه كښې د تنظيم د فعاليتونو او پروګرامونو سره سره د ذېلي ادارو د كاركردګۍ هم جاج واغستې شو۔ دې څخه وړاندې د اي سي او سېكرټري جنرل اسد مجيد خان د تنظيم د اوسنيو فعاليتونو په اړه جائزه وړاندې كړه۔ په دې موقع د غړو هېوادونو استازو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په اسلام آباد كښې د ای سی او وزارتی غونډې سرخط ’’ریوائیونګ ریجنلزم فار اے ریزیلیئنټ ای سی او‘‘اېښودلې شوې دې۔ د اقتصادي مرستې تنظيم 10 غړو هېوادونو كښې د پاکستان په شمول ترکیه، آذربائیجان، ایران، قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان،ازبکستان او افغانستان شامل دې۔ د اي سي او په بنيادي مقصدونو كښې تجارت، معیشت، توان، ټرانسپورټ، تکنیکی او كلتوري څانګو كښې همكارۍ ته وده وركول دي۔(اے ليکنه چليدنه بلاول بھټو زرداري د محمد قاسم دشتي د مور په مړينه د غنمرازۍ څرګندونه وكړه د او آئي سي عمومي سېكرټري اسلام آباد ته راورسېد