لاهور 10 جنوري د جے يوآئي لاهور مجلس عامله مهمه غونډه د خالي په ورځ ضلعي دفتر ملتان روډ كښې وشوه د غونډي مشري د جے يوآئي لاهور امير شيخ الحديث مولانا محب النبي وكړه۔په دې موقع د جے يو آئي جنرل سيکرټري حافظ عبدالرحمن ګډون كونكو له په ايجنډه بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمن د لاهور دورې تيارو جاج واخستلے شو۔ حافظ عبد الرحمن ووئيل مولانا فضل الرحمن به په 11 او 12 جنوري د لاهور دوره كوي،تحصيل جماعتونه دې د مولانا فضل الرحمن دوره کاميابولو كښې كردار ترسره كړي۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمن به په 11جنوري جامعه اشرفيه كښې د مدارس په اړه مهم بيان وركوي۔ ليکنه چليدنه انجينئرامير مقام په مشرۍ كښې د ديامر بھاشا بند ځپلو ګيلو لرې كولو لپاره كمېټۍ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي جي پي او ځانمرګي بريد كښې شهيدانو ته په 18مه برسۍ پيرزوئنې وړاندې كړي