اسلام آباد 08 جنوري د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ديامر بھاشا بند ځپليو ګيلو لرې كولو لپاره د اړوندي كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د ځپليو سره شوې لوظنامه په ترجيحي بنيادونو د نافذولو پريكړه وشوه ۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ او د هغې د اولس ښېګړې ته وزيراعظم محمد شهباز شريف خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ ،سوكالي او د ځپليو مسئلو حل لپاره په ټول ممكنه اقدامات کولې شي۔په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ، د اوبو وسائلو وفاقي وزير مياں محمد معين وټو (ويډيو لنك د لارې)، د ګلګت بلتستان نګران وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد (ويډيو لنك د لارې)، د واپډا چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) محمد سعيد، د كشمير چارو سيکرټري ، ګلګت بلتستان او سيفران ظفر حسن، چيف سيکرټري ګلګت بلتستان ابرار احمد مرزا، ايډيشنل سيکرټري کامران رحمان خان او جوائنټ سيکرټري جي بي کونسل سدھير خټك هم ګډون كولو۔ ليکنه چليدنه وزيراعظم شهباز شريف په يوه و رځنۍ دوره كوئټه ته ورسيد د جے يوآئي مجلس عامله غونډه،مولانا فضل الرحمن د لاهور دورے د تيارو جاج واخستلے شو