اسلام آباد۔ (مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري د وزيراعظم په مشاورت د مهمې قانون سازۍ منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه د قانون شهادت (ترميمي ) بل 2025 منظوري وړكړې شوې ده۔ صدر مملكت د كنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ ايسوسي اېټډ ساِنسز بل 2025 توثيفق وكړو او دغسې د نشنل كمېشن فارمائنورټيز رائتس بل 2025 يې هم منظوري وركړه۔ صدر مملكت د دانش سكولز اتهارټي بل 2025 د صوبائي مشاورت ضرورت تر مخه نظر ثانۍ لپاره وزيراعظم ته بېرته ولېږلو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل په صوبو كښې د دانش سكولونو جوړولو په صورت اړوندو صوبائي حكومتونو سره اول مشاورت ضروري دے۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *