اسلام آباد۔(مانندنیوز) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان سره د سوئي سدرن ګيس كمپني لميټډ (اېس اېس جي سي) ايم ډي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال اېم ډي لنډ مهاله چيئرمېن په ګرد هېواد او په خاص توګه بلوچستان كښې د ګاز غوښتنې ٬ رسنې ٬ روانې وضعې او پېښو چلېنجونو په اړه خبر كړو۔ په دې مهال د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د سختې اندېښنې ښكاره كولو سره ووئيل د يخنۍ په موسم كښې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو اولس ته د ګاز نه رسېدو او د كم پرېشر په څير ستونزې رامخې ته كيږي كومې به چې په فوري توګه لرې كول وي۔ ده ووئيل د بلوچستان په ځيني سيمو كښې د يخنۍ صورتحال زيات اندېښمن شي چرته چې د موسم د شدت له امله په ځينو ځايونو كښې د ګاز پائپونو د چاؤدلو پېښې هم رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل حكومت اولس ته ريليف وركولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ په دې لړ كښې د پټرولیم مصنوعات په بيعو كښې كمے كړے شوے او د يخنۍ په موسم كښې د ګاز رسنه باوري كولو له د حكومت لخوا ښكاره هدايات جاري كړې شوي ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې دا د اړوندو ادارو ذمه واري ده چې هغوي په حكومتي احكامات جدي او په سمدستي توګه عملدرآمد وكړي دغسې چې اولس ته زيات نه زيات ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل په دې اړه وزيراعظم شهباز شريف هم ښكاره هدايات جاري كړي چې اولس ته د ګاز پرله پسې رسنه باوري كړئ او دې مقصد لپاره علمي او فعاله ګامونه پورته كړئ۔ د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن اېم ډي ته هدايت وكړو چې د ګاز رسنې سره اړونده يوه بشپړه ٬ د عمل وړ او مؤثره منصوبه بندي زما دفتر ته راورسوئ۔ ده ووئيل زه به د روانې مياشتې په پايه كښې پخپله د كوئټې دوره كوم او دغلته به په كليوالو سيمو كښې د ګاز رسنې ٬ د كنكشنز صورتحال او د اولسي شكايتونو جاج اخلم۔ ده ووئيل د اولسي استازو په حېث د اولس مسئلې اورېدل او د هغې حل كولو له تلپاتي اقدامات كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به داسې فعاله او عملي ګامونه پورته كول دوامدار ساتي چې ورسره اولس ته زياته نه زياته ګټه ورسي او د هغوي بنيادي مسئلې حل كړي ليکنه چليدنه صدر مملكت آصف علي زرداري د وزيراعظم په مشاورت د مهمې قانون سازۍ منظوري وركړه توشه خانه دوئم غبن مقدمہ، د بانی او بشرا بي بي ته ټوله 17 کلونو بند سزا ورکړل شوه