اسلام آباد(مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د آرمي پبلك سكول پيښور شهيدانو ته د هغوي په تلين د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې دا دړدېدلې پېښه ټول قام لپاره يو لوے امتحان ؤ٬ د اے پي اېس د بې ګناه كوچنيانو ٬ استاذانو او عملې قربانۍ زمونږ د قومي ياداشت برخه دي٬ د پاكستان خاورې څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه د دې پېښې حقيقي انصاف دے٬ رياست ٬ امنيتي ادارې او اولس يو موټې كېدو سره د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو عزم لري۔ د نهې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د اے پي اېس پېښور تلين په موقعه خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل مونږ د دغه پېښې شهيدانو ته د عقېدت پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې د هېواد سباؤن لپاره خپل قيمتي ځانونه قربان كړل۔ ده ووئيل دا پېښه قوم لپاره يو ستر ازمائش ؤ ٬ دغې پېښې زمونږ زړونه له غمه ډك كړل خو زمونږ حوصلې يۍ كمزورې نه كړې شوې۔ ده ووئيل د اے پي اېس د بې ګناه كوچنيانو ٬ استاذانو او عملې قربانۍ زمونږ د قومي ياداشت برخه دي٬ د پاكستان خاورې څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه د دې پېښې حقيقي انصاف دے٬ رياست ٬ امنيتي ادارې او اولس يو موټې كېدو سره د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو عزم لري۔ ده ووئيل ټول قام د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل نن يو وارې بيا پاكستان د ترهګرۍ ناسور سره مخ دے او د هېواد په بېلو برخو كښې د امنيتي ځواكونو اهلكار او بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔ وزيراعظم شهباز شریف ووئيل نن مونږ ددې عزم پخلے كوو چې د ترهګرۍ په ضد د زیرو ټالرنس پالېسۍ لاندې به بشپړ قوت سره كارروايۍ روانې ساتلې شي او د وروستي ترهګر تر ختمولو به مونږ ته آرام رانشي۔ده ووئيل د پاكستان روښانه سباؤن لپاره وركړې شوې دا قربانۍ كله هم بې ځايه نه ځي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د اے پي اېس پېښور شهيدانو له په جنت الفردوس كښې اعلی مقام او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ليکنه چليدنه د پاكستان په كادوګلي كښې د ملګرو ملتونو په امن ډلو د بريد سخته غندنه صدر مملكت آصف علي زرداري د وزيراعظم په مشاورت د مهمې قانون سازۍ منظوري وركړه