اسلام آباد۔(مانند نیوز) پاکستان په كادوګلي سوډان كښې د ملګرو ملتونو په امن ډلو د ترسره شوي بهيمانه بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې د ملګرو ملتونو د یو اېن آئی اېس اېف اے لاندې د خذمات ترسره كوؤنكې ډلې 6 بنګله دېشي اهلكار شهيدان شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په دې دړدېدلې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د بنګله دېش حكومت او اولس سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه كړې ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د ملګرو ملتونو امن ډلې د شخړو مخنيوي ٬ د وګړو تحفظ اود ملګرو ملتونو تر بېرغ لاندې د امن په ځاې كولو له په نړيوال هڅو كښې د اولني صف كردار ترسره كوي٬ مونږ د امن اهلكارو سترو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل ځانونه قربان كړل۔ د خارجه وزارت وېنا ده چې پاكستان ددې بزدلانه بريد د فوري او سپېځليو پلټنيو غوښتنه كوي دغسې چې ذمه وار په ګوته كولو سره انصاف سره مخ كړے شي۔ په بيان كښې د دې خبرې پخلې وشو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړو او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو د ټولو امن ډلو حفاظت او سلامتيا باوري كولو له خپله مرسته روانه ساتي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *