اسلام آباد۔ (مانند نیوز) قامي اسمبلی پخوانے وزیراعظم ذوالفقار علي بھټو قامي شهید ګرځولو لپاره قرارداد منظور كړو ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې جام عبدالکریم بجارني په دې حقله د قرارداد ایوان ته د وړاندې كولو اجازه وغوښتله ، په اجازه تر لاسه كېدو هغه قراردار وړاندې كړو د كوم چې غونډې منظوري وركړه ۔ د قرارداد متن كښې وئېلې شوي وو شهید ذوالفقار علي بھټو د پاکستان پیپلز پارټي باتي او بخواني وزیراعظم د اسلامي جمهوریه پاکستان په سیاسي، جمهوري، سماجي او اتومي پالیسیو كښې غیر معمولي خدمات تر سره ګري ۔ د هغه قامي اتحاد، د اولس ښیګړې، جمهوري ادارو استحکام او د پاکستان خپلواكه خارجه پالیسۍ جوړولو لپاره هلې ځلې په پراخه توګه تسلیم کړے شوي ۔ په 4 اپریل 1979 ء شهید ذوالفقار علي بھتو ته پھانسي وركړې شوه ۔ د متن تر مخه په کروړونو پاکستانيان هغه د يو داسې قامي لارښود په توګه ياد ساتي چاڅ چې د جمهوریت او اولس حقونو لپاره خپل ځان قربان کړو ۔ دا ایوان وائي او سفارش کوي چې وفاقي حکو مت شهید ذوالفقار علي بھټو په سرکاري توګه قامي شهید وګرځوي او د يو سرکاري نوټیفکیشن د لارې د هغه شهادت په قامي تاریخ او جمهوري ریکارډ كښې تسلیم کړي ۔ اړوندو وفاقي ادارو، نصاب او قامي آرکائیوز كښې دې د هغه خدمات او قامي کردار په مناسب ډول شامل کړے شي ليکنه چليدنه په بين الپارليماني سپيكر كنفرنس كښې ګډون كولو له پلاوي اسلام آباد ته راورسيدل ماشومانو کي سالنډۍ خوب کمي يا خلل دوجي نه هم کيګي