اسلام آباد۔(مانند نیوز) د مراکش، صومالیه، کانګو او ګیانا پارلیمانی پلاوي او د یونیورسل پیس فېډرېشن (یو پی اېف) صدر ډاکټر تاج الدین ابراهیم د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی مشرۍ كښې كېدونكي سپيكرز كنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسېد۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې دا دوه ورځنې كنفرنس به په 11 او 12 نومبر كيږي۔ د كنفرنس مقصد نړيوال امن ته وده وركول ٬ همكاري زياتول او د ګډون كوؤنكو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطې زياتول دي۔ په كنفرنس كښې ګډون لپاره صوماليه څخه د هاؤس آف دی پيپل فرسټ ډپټی سپیکر صدیه یاسین خپل پلاوي سره راروسېده۔ كانګو څخه د پارليمان غړے پروسپر کاسونګو لوکالی ټنډا او ګیانا څخه د نېشنل پیس انېشی ایټوز ډائرېكټر ابراج نارائن هم كنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔ سېنېټر فېصل سلیم رحمان د سېنېټ سېکرېټرېټ مشرانو سره اسلام آباد ايئرپورټ ته رارسېدونكو مېلمنو ته هركلے ووے۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *