اسلام آباد (مانند نیوز) د قامي سپيكر سردار آياز صادق وئېلي دي د بابا ګرونانك ديو جي ديوجي تعليمات د نړيوال امن ٬ روادارۍ ٬ مينې او د انسانيت د خدمت درس وركوي ٬ د هغوي پېغام د ټولو مذهبونو ٬ تسلونو او ټولنو تر مينځه د شريك اخحترام او هم غږۍ د ودې لپاره لارښونه كوي۔ د بابا ګرونانك ديو جي د 556 ولادت ورځ په موقع د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مېشته سكه ورورولۍ ته د مباركۍ پېغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل دا خبره زمونږ لپاره د وياړ باعص ده چې پاكستان د بابا ګرونانك ديو جي د زېږدنې ځائے ننكانه صاحب بشمول د هغوي سره د منسلك ټولو مقدس ګوردوارو حفاظت او خيال ساتل خپله ذمه واري ګڼي۔ سپيكر ووئېل د پاكستان پارلمان په پاكستان كښې استوګنو اقليتونو د مذهبي ٬ سماجي او آئينې حقونو تحفظ لپاره لوظي دے او په دق حقله په هېواد كښې د شرېكې هم غږۍ او روادارۍ وده د جمهوري اقدارو بنيادي ستن ګڼي ۔ ده ووئېل په دې مهال مونږ له د بابا ګرونانك پېغام اناسنيت ٬ تحمل اوز انصاف نه لارښونه تر لاسه كولو سره يوه داسې نړۍ جوړول پكار ده كومه چې د امن ٬ احترام او د شريكې مينې ځانګو وي۔ ليکنه چليدنه هند په سمندر كښې د يو بل فالس فليګ اپرېشن چمتوالے نيسي٬ هند دې ځان پوهه كړي دا ځل به ځواب د وړاندې نه زيات سخت وي، د پاکستان ون پوائنټ ايجنډا، افغان خاوره دې د پاكستان خلاف ونه كارولې شي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري جنرل ساحر د برونائی سرکاری دورې په موقع د دفاع وزير سره ملاقات