پېنډۍ (مانند نیوز) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي دا ځل به ځواب د وړاندې نه زيات سخت وي، د پاکستان ون پوائنټ ايجنډا ده چې افغان خاوره د پاكستان خلاف ونه كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې كړې ۔ ده ووئيل غزه له د امن پوځ پرېكړه به حكومت او پارلمان كوي٬ پاكستان د خپلو پولو او اولس حفاظت لپاره چمتو دے، پاکستان په پاليسۍ جوړولو كښې خپلواكه دے۔ ده ووئيل هند د سمندر په ژورو اوبو كښې د يو بل فالس فليګ آپريشن چمتو والے نيسي٬ هند چې په زمكه٬ سمندر او فضاء كښې څه كول غواړي ودې كړي٬ هند دې ځان پوهه كړي دا ځل به ځواب د وړاندې نه زيات سخت وي،۔ ده ووئيل د افغانستان شرطونه هېڅ معني نه لري ٬ د ترهګرۍ خاتمه مهمه ده ۔ ده ووئيل جرائم پېشه او ترهګرې ډلې په هېواد كښې د جرائمو او قاچاق مخنيوي كښې خنډان دي،افغانستان كښې د نشه اي توكو قاچاقبر په افغان سياست كښې لاس لري٬ افغانستان په لويه كچه نشه اي توكو پاكستان ته سمګل كوي۔ ده ووئيل ترهګر د عشر په نامه ټېكس اخلي ۔ ده ووئيل د فتنه الخوارجو په ضد عملياتو كښې 1667 ترهګر وژلې شوي٬ سږ كال 62 زره 113 عمليات شوي، 582 پوځي ځوانان شهيدان شوي٬ زياتره عمليات په بلوچستان كښې شوي٬ ده ووئېل په اوسني پاك افغان تاٶ تريكوالي كښې 206 افغان طالبان وژلي شوي٬ د تاٶ تريخوالي په مهال 112 فتنه الخوارج هم وژلي شوي٬ ټي ټي پي د افغان طالبانو د امير په نامه بېعت كړے، ټي ټي پي د افغان طالبان ښاخ دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل افغان طالبان د فتنه الخوارج ترهګرو ته په زياته ودانۍ لرونكو سيمو كښې خوندي ځاے برابروي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې زمونږ رسپانس سوئفټ دے، هڅه مو كړې چې افغانستان سره معاملات سم شي٬ د پاکستان ون پوائنټ ايجنډا دا ده چې افغان خاوره د پاكستان په ضد ونه كارولې شي، ده ووئېل په درېو څلورو مياشتو كښې افغانستان څخه د دراندازۍ په مهال ترهګر وژلي شوي چې پكښې 60 فيصده افغان وګړي شامل وو۔ ده ووئيل په تيراه كښې د آپريشن له امله د افيون فصل تباه كړے شوے٬ په تيراه كښې د ډرونز، اے اين ايف او ايف سي د لارې د كوكنارو فصل تلف كړے شوے٬ په خېبر پښتونخوا كښې 12 زره اېكړه زمكه باندې كوكنار كرلې شوي، د اېكړ په سر د كوكنارو ګټه 18 لكه نه تر 32 لكه روپۍ ده٬ ده ووئېل ځائي سياست مدار او خلق هم د كوكنارو په كر كښې ملوث دي٬ افغان طالبان ځكه دوي ته تحفظ وركوي چې دا كوكنار افغانستان ته ځي٬ هلته ترې آئس او نور نشه اي توكې جوړېږي۔ ده ووئيل پوځ په سياست كښې ځان نه اچول غواړي ٬ پوځ دې د سياست نه لرې وساتلے شي، د ګورنر راج په اړه د پرېكړې اختيار حكومت سره دے ۔ ده ووئيل د مدرسو شمېره په كال 2014 كښې 48 زره او اوس د يو لك نه زياته ده ليکنه چليدنه وفاقي وزير انجينئر امير مقام د بابر خان عمرزئي په مړينه خواشيني اوښودله د بابا ګرو نانك ديوجي تعليمات د نړيوال امن ٬ روادارۍ ٬ مينې او د انسانيت د خدمت درس وركوي ٬د قامي اسمبلۍ سپيكر