باكو  (مانندنیوز)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چ پاكستان جارجيا سره اقتصادي٬تعليمي٬كلتوري او په پارليماني كچه مرستې ته ډېر اهميت وركوي۔ده هيله څرګند كړه چې د دواړو هېوادونو اولسي او پارليماني روابط كښې اضافه او معاشي او تجارتي روابط ودې لپاره په ګډه كار كوو ۔د جمعې په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني باكو آذربائيجان كښې راجوړ كړې نړيوال پارليماني كنفرنس په موقع د جارجيا پارليمنټ نائب سپيكر نينو تسلوساني سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان او جارجيا ترمينځه په پارليماني مرسته ٬تجارتي اړيكو٬ د تعليمي او كلتوري روابط ودې او بيلو څانګو كښې د شراكتدارۍ په نوو امكانات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په دې موقع ووئېل پاكستان جارجيا سره د ملګرتيا او تعميري اړيكې لا قوي كول غواړي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د امن٬پرمختګ او سيمه ايز خوشحالۍ لپاره شريكې هيلې لري او شريك احترام٬باور او شراكتدارۍ په بنياد د اړيكو ودې له خوښي لري۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل پاكستان جارجيا سره اقتصادي٬تعليمي٬كلتوري او پارليماني كچه مرستې ته ډېر اهميت وركوي۔د سينيټ چيئرمېن د جارجيا سپيكر ته راتلونكې مياشت اسلام آباد كښې كېدونكي انټر-پارليمنټري اسپيكرز كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه كوم به چې د 10 نه تر 12 نومبر 2025 د سينيټ آف پاكستان په كوربتوب كښې كيږي۔ده ووئيل چ دا فورم د امن٬پرمختګ او پارليماني مرستې ودې لپاره به يو مهم پليټ فارم وركوي۔د ملاقات په اختتام دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو٬بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو او په سيمه ايز او نړيواله كچه د يو بل ملاتړ جاري ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *