اسلام آباد (مانند نیوز) د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ سره د آسيان هېوادونو پلاوي په بورډ آف انوېسټمنټ كښې د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې د تھائی لېنډ، انډونیشیا، ملائیشیا، وېتنام، فلپائن، میانمار او برونائی سفيران شامل وؤ۔ په دې موقع سيکرټری بورډ آف انوېسټمنټ او نور افسران هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او آسيان هېوادونو ترمينځه سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر قېصر احمد شېخ پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعو او په خاص توګه د سپېشل اکنامک زونز په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل آسيان هېوادونه پاكستان لپاره مهم اقتصادي همكاران دي او په ګډه منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت په سرمایه کارۍ، برآمدات او صنعتی پرمختګ اډانه معيشت ته ودې وركولو پلو خصوصي پاملرنه كړې ده۔ ده باور وركړو چې سرمايه كارو لپاره په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كولې شي او په پالېسيو كښې تسلسل او سپېځلې تګلاره باوري كولې شي۔ د پلاوي لخوا فوډ انډسټری، سېلګرۍ ، مېنوفېکچرنګ او د خذمات په برخه كښې د سرمايه كارۍ امكانات كښې خوښي ښكاره ولرلې شوه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او آسيان هېوادونو په دوه اړخيزه اقتصادي همكارۍ لا مستحكمولو او د سيمه ايز پرمختګ په ګډ وژن د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل بورډ آف انوېسټمنټ سيمه ايزې همكارۍ ته د ودې وركولو او تلپاتي پرمختګ عزم لري۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *