اسلام آباد (مانند نیوز) پاكستان د افغان وياند بې لارې كوونكے بيان مسترد كړو۔ د خالي په ورځ د اطلاعاتو وزارت په اېكس خپل پوسټ كښې وئيلي چې استنبول مذاکرات سره اړوند حقائق د افغان طالبان وياند حقيقت څخه لرې وړاندې كړل۔ پوسټ كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان په افغان خاوره د موجود ترهګرو د نيولو غوښتنه وكړه۔ د افغان فريق په ادعا پاكستان په سمدستي توګه د تحوېل پېشكش وكړو۔ د پاكستان دريځ ښكاره دے۔ د پاكستان په ضد غلط بيان د قبلولو وړ نه ده۔ پاكستان دا په ډاګه كړې ده چې د ترهګرو سپارل د پوليزو انټری پوائنټس د لارې ممكن ده٬ كومه هم متضاد دعوی بې بنياده او بې لارې كوؤنكې وګرځولې شوه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *