اسلام آباد  (مانندنیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي يووالي او همغږۍ په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې ټول پاكستان يوه كورنۍ ده، چرته چې هم اوور ولګي هغه به په ګډه وژلې شي او محبت ، ايثار او قربانۍ سره كار كولو سره امن پرمختګ او سوكالي به د لارې مشعل جوړول وي،دغسې به پاکستان يو عظيم هېواد جوړ شي،كال 2018 كښې هېواد څخه ترهه ګري ختمه كړې شوې وه بيا ولي حالات خراب شو، فاصلے ولي پيدا شوې، د دې پوښتنو ځواب به لټول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ نېشنل ورکشاپ بلوچستان ګډون كونكو ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران ، د اسمبلۍ غړي ، اهل دانش او سرکاري افسران ګڼ شمير كښې موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل بلوچستان د هېواد د رقبے په لحاظ سره تر ټولو صوبه ده ، بلوچ لارښودو په رضا کارانه توګه پاکستان سره د الحاق تاريخي پريكړه كړې وه،د دې صوبے تاريخ ، ثقافت او روايات هغه منفرد كوي۔ده ووئيل لوے څښتن بلوچستان له په زړه پورې قدرتي وسائل وركړي، افسوس چې د بلوچستان دولت اوس هم زمكه كښې خښ دے او هغه نه راوېستلے كيږي۔ده ووئيل بلوچستان د رقبے په لحاظ سره خپره شوې صوبه ده چرته چې بلوچ او پښتنو پشمول بېلي ورورولۍ او قبائل آباد دي، بلوچ اولس عمر له پراخه زړونه لرونكي او ميلمه دوست دي،پنجابي كډوالو پشمول ټول د لوے مودې راهسې په ګډه همغږۍ سره پاتي كيږي، د بلوچستان روايات او كلتور د فخر وړ دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل خپري شوې رقبے او آبادۍ لپاره د سړكونو قوي انفراسټرکچر غير د تعليم ، صحت ،روزګار سهوليات او صنعت پرمختګ ممکن نه دے، لري پرتو سيمو ته د بجلۍ او سړكونو وركول لويه مسئله ده،د صوبے جغرافيائي ساخت د پرمختګ مزل لپاره لوئ چيلنج دوړ دے۔ده ووئيل د بلوچستان پرمختګ د پاکستان مجموعي سوكالۍ سره تړلے دے،دې لپاره مالي وسائلو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ياد تازه كړه چې كال 2010 كښې كله زه د پنجاب وزير اعليٰ وم تر درې ورځي لاهور كښې د اين ايف سي غونډه شوې وه،دغه اين ايف سي ايوارډ كښې پنجاب تاريخي قرباني وركړي ، مونږ اول د پاكستان او بيا د صوبو وګړي يو،صوبو ترمينځه د رايو اتفاق د پاکستان قوي بنياد دے،په هغه ايوارډ د رايو اتفاق نه پس مونږ ټول مينار پاکستان ته لاړو او هلته مو د لوظ پخلے وكړو چې پاکستان به د قائد د خوبونو تعبير جوړوو۔ده ووئيل پاکستان عمر له تر ټولو اول دے دې نه پس مونږ بلوچ، سندھي، پنجابي او پښتانه يو،نن به جاج اخستل وي چې كله 2018 كښې تره هګري په بشپړه ډول ختمه شوې وه نو بيا ولي فاصلے او ګيلي پيدا شوې او څنګه دا پيدا شوې،دا هغه پوښتنه ده چې ځواب به ئې لټول وي، مسئلې به د هغې په حقيقي تناظر كښې پيژندل وي او ټولو له په ګډه به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل د صوبو ترمينځه د رايو اتفاق د پاکستان قوي بنياد دے،د وفاق روح شريكې قربانۍ او ورورولۍ كښې پټ دے،تيرو څو لسيزو كښې بلوچستان نظر انداز کول د خود احتسابۍ لمحه ده۔ده ووئيل کراچۍ نه تر چمن سړك ته به خوني سړك وئيلي كيدو،هره ورځ به لوئ لوئ پېښې كيدې، پټروليم مصنوعات بيعو كښې به كمې راغلو نو د هغې ګټه نيغ په نيغه اولس ته منتقل کولو په ځائې به درې نيم سوه اربه روپۍ تخمينے سره د هغه ستري لاري دوه اړخيزه كولو پريكړه وشوه،مونږ غوښتل چې دغه خوني سړك د امن سړك كښې بدل كړې شي، امن ، اتحاد او ورورولي د پرمختګ ضمانت دے۔ده ووئيل د پاکستان ټولي صوبے يوه كورنۍ ده،’’پاکستان فيملي ‘‘، محبت ، اخوت او يقين سره په ګډه به پاتې كيدل وي، اتحاد ، محبت او عزم سره د بلوچستان نه تر پېښور پرمختګ ممكن دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل مسئلے نن هم شته او بيا به هم وي، پاکستان زمونږ كور دے،چې چرته اوور ولګي هغه به په ګډه وژلې شي، امن او پرمختګ به د لارې مشعلِ جوړول وي، يووالي،ايثار او قربانۍ سره كار كولو سره به پاکستان عظيم هېواد جوړول وي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *