اسلام آباد 22 اکتوبر  د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې د تورې ورځې (27 اکتوبر) په اړه يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې پريكړه وشوه چې په ټول هېواد او په نړيواله كچه به توره ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي دغسې چې ټوله نړۍ يو ځل بيا د كشمير مسئلې څخه خبر كړې شي۔په غونډه كښې خارجه وزارت، داخله وزارت، د اطلاعات وزارت،د مواصلات وزارت،د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او څلورو واړو صوبو نمائندګانو نه علاوه د بېلو قامي ادارو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې کل جماعتي حریت کنفرنس لارښودو پشمول شیخ متین هم ګډون وكړو او کشمیریانو د حريت جذبه رامخې ته كولو له ئې بېل تجاویز وړاندې كړل۔وفاقی وزیر امیر مقام په دې موقع ووئيل مونږ د مقبوضه کشمیر اولس ځانګړو قربانو او د هغوې د آزادۍ هلو ځلو ته سلام كوو۔ده ووئيل د هند ظلمونه نن هم روان دي،چرته چې ګڼ شمير كشميريان شهيدان كړې كيږي او ګڼ شمير په زندانونو كښې بنديوان دي۔ده ووئيل د كشمير مسئله يو ځل بيا په ډاګه كوو او پاکستان د کشمیریانو سره ولاړ دے۔په غونډه كښې د كشمير چارو وزارت د اړخه تورې ورځ لپاره كوټلي تګلاره وړاندې شوه چې له مخې به ئې په ټول هېواد كښې احتجاجی لاريونونو، سیمینارونو، میډیا بریفنګز او په نړيواله كچه د پاکستان سفارت خانو كښې خصوصی دستوري كولې شي۔دا خبره دې ياده وي چې په 27 اکتوبر 1947 د هند پوځ په مقبوضه کشمیر ناجائز قبضه كړې وه دغې نه پس هر كال کشمیریان دا ورځ د تورې ورځ لمانځي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *