اسلام آباد  (مانند نیوز) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د پارلماني رپورټرز ايسوسي ايشن نوو ټاكلو عهدېدارو له مباركي وركولو سره ووئيل د جمهوري عمل د لارې ټاكلې شوي دا نمائندګان د مباركۍ مستحق دي٬ ده دا هيله څرګنده كړه چې نوې قيادت به خپل مثبت روايت جاري ساتي او د صحافت لوړ معيار ته به لا وده وركوي۔ د شورو په ورځ سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې د پارلماني رپورټرز ايسوسي ايشن (پي آر اے) نوو ټاكلو عهديدارو سره په ملاقات كښې وكړه ۔ په دې موقع د پارلماني چارو په كورېج٬ د ميډيا په مثبت کردار او د اولس خبرولو ته په وده وركولو تفصيلي خبرې هم وشوې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *