اسلام آباد (مانند نیوز) د اسلام آباد ټرافېك پوليس سهولت وين د نهې په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان كارپورېشن( اے پي پي سي) هيډ كوارټرز دوره وكړه او په دې موقع يې د 100 څخه زياتو ملازمينو (نارينه او زنانه) د ډرائيونګ لائسنس په اړه چارې په ښه ډول ترسره كړې۔د تفصيلات له مخې اسلام آباد ټرافېك پوليس لخوا د اے پي پي ملازمينو په خاص توګه خبريالانو لپاره خاص ډله مقرر كړی وه كومه چې د سهار 9 بجو نه تر ماښام 06:30 بجو د اے پي پي په هيډ آفس كښې موجود وه ۔ډلې په دې مهال د ډرائيونګ لائسنس تجديد٬لرنر لائسنس اجرا٬ د وروكو شوو لائسنسونو بيا اجرا پشمول نورې ټولې چارې په موقع حل كړې۔د اے پي پي ملازمينو په چوكاټ دننه د ډرائيونګ لائسنس په اړه د آسانيو په ترلاسه كولو د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي٬چيف ټرافېك پوليس افسر كيپټن(ر)حمزه همايون او د هغه ډلې مننه وكړه۔دوي ووئيل د اسلام آباد ټرافېك پوليس لخوا وركړی شوې دا آسانۍ د ستائنې وړ دي كومو څخه چې خبريالې ورورولۍ او ملازمينو ته خاص آسانۍ ترلاسه شوی۔په دې موقع د ټرافېك پوليس ډلې د اے پي پي ملازمينو د ټرافيك قوانين د پاسدارۍ كولو او ډرائيونګ لائسنس ترلاسه كولو كښې خوښي ستائېلو سره د اے پي پي ايم ډي محمد عاصم كهچي او د هغه د انتظاميې ډلې هم مننه وكړه۔ملازمينو هيله څرګند كړه چې د اسلام آباد ټرافېك پوليس به راتلونكې كښې هم د وګړو آسانيو لپاره هم دغسې هلې ځلې روانې ساتي دغسې چې اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركړے شي۔ ليکنه چليدنه د پرائیویټ حج سکیم تر 17 اکتوبر پاتي كېدونكې کوټه به په سرکاري سکیم كښې شاملولې شي ، د مذهبي چارو وزارت د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د پارلماني رپورټرز ايسوسي ايشن نوو ټاكلو غړو سره وليدل