اسلام آباد (مانند نیوز) وزيراعظم شهباز شريف د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو مكمل خاتمې لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي شهيدان د پاكستان عزت او زمونږ وياړ دي، دوست نما دښمن ترهګرو ته تحفظ وركوي ٬ خوارج ګاٶنډي هېواد څخه په راتللو ترهګري كوي، د كوټلو پرېكړو وخت راغلے دے، د فلسطين مسئله د پاکستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده، د آزاد فلسطيني رياست جوړېدل د وړومبۍ ورځ څخه زمونږ موقف ٶ٬ د 77 كالو راهسې د پاكستان په موقف كښې بدلون نه دې راغلے٬ چين د پاكستان د اوږدې مودې٬ د قدر او باور وړ او په هره سخته كښې ملګرتيا كونكے دوست هېواد دے٬ د چين مرسته كله نشو هېرولې، پاکستان او د سعودي عرب اړيكې په پېړيو اډانه دي٬ د ماليزيا دورې په مهال تود هركلے د دواړو هېوادونو د قوي دوستۍ علامت دے، ترسيلات زر د تېر كال په نسبت 11.3 فيصده زياته شوي د٬ بلوم برګ پاکستان د تركيه نه وروستو دوېم رامخې ته كېدونكﺀ معيشت ګرځولے دے، د کشمير وروڼه خوېندې زمونږ د سرونو تاجونه دي٬ د دوي حقيقي مسئلې مو وړاندې هم حل كړې او بيا به يې هم حل كوٶ۔ دا خبرې وزيراعظم د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل پرون ما په پېنډۍ كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو سره د ليفټيننټ کرنل جنيد طارق او ميجر طيب جنازه كړې٬ په اوركزئۍ كښې دوي سره د پاك پوځ 9 ځوانان هم شهيدان شوي، شهيد ليفټيننټ کرنل جنيد طارق د مړانې او شجاعت نوې تاريخ رقم كړے ، د فتنه الخوارج 19 ترهګر وژلي شوي٬ د دې نه وروستو خپله هم او د هغه لس ملګري شهيدان شول۔ وزيراعظم ووئيل د زيارت په ورځ سهار د بل شهيد ميجر سبطين حيدر په جنازه كښې مې ګډون كړے، د پاك پوځ دا عظيم جانباز د فتنه الخوارجو سره په مقابله كښې شهيد شوے٬ مونږ د هغوي مور و پلار او وروڼو خوېندو سره ملاقات كړے٬ د هغوي جذبه د ستائنې وړ وه۔ هغوي په دغه مهال وئېل زمونږ زوي هېواد لپاره ځان قربان كړے او شهيد شوے٬ مونږ په دې د الله پاك شكر ګزار يو او د خپل شهيد زوي په شهادت فخر كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو به په هر صورت خاتمه كول وي، وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونه، پارلمان، سرکاري افسران ،پاك پوځ او د پوځ سرلښكر د هېواد پرمختګ لپاره شپه او ورځ محنت كوي، كه د دې ترهګرو خاتمه ونه كړې شوه نو زمونږ محنت به ضائع لاړ شي، بس اوس اوس وخت راغلے دے نور انتظار نشو كولې، ده ووئېل د کراچۍ نه تر پېښور ټول قام يو دے٬ يو خوا مونږ په معاشي مېدان كښې ترقي كولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوٶ٬ په سفارتي محاذ كاميابۍ ترلاسه كوٶ، د هند په ضد لوي څښتن مونږ ته عظيمه بريا راكړې ٬ د پاك پوځ جرات ،بهادرۍ او د قام په دعاګانو دا بريا ترلاسه شوې او بل خوا هېواد ته زيان رسولو لپاره ترهګري روانه ده اوس د اور او اوبو دا لوبه نوره نشي چلېدې ٬ ده ووئېل وخت راغلے چې مونږ له به كوټلې پرېكړې كول وي۔ ۔ ده ووئيل د سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير عزم لوړ او سوچ ډېر پوخ دے٬ 24 كروړه اولس يو موټے دے چې د دې خوارجو تل لپاره خاتمه وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ مې ګډون كړے٬ د فلسطين او غزه په معامله پاك پوځ٬ اولس پارلمان او د ټولو سياسي ګوندونو موقف يو دے چې په غزه كښ بشپړه جنګي بندي وي او فلسطين اولس ته د هغوي حق ترلاسه كېدل پكار دي، آزاد فلسطين رياست جوړېدل د وړومبۍ ورځې څخه زمونږ موقف ٶ٬ ده ووئېل د 77 كالو راهسې د پاكستان په موقف كښې بدلون نه دې راغلے٬ د پاکستان واضحه موقع دے چې په غزه كښې جنګ او نسل كشي بند كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په نيويارك كښې صدر ټرمپ پخپله مشرۍ كښې غونډه رابللې چې پكښې د اته هېوادونو پشمول د عرب اسلامي مشرانو ګډون كړے، پاکستان له هم الله پاك عزت وركړو او پاكستان هم په دې غونډه كښې ګډون كړے ، په 57 اسلامي هېوادون كښې اته هېوادونه دې غونډې لپاره متنخب شوې٬ دا د ھغه محنت او هلو ځلو نتيجه ده كومه چې تاسو د معيشت بهتر كولو، د قرضو نه ځان خلاصولو او هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كوئ۔ وزيراعظم ووئيل پاك پوځ هند ته ماتې وركړې ٬ دغې سره په نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات شوے٬ په دې د پاكستان 24 كروړه اولس ٬ پاك پوځ ٬ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او كابنينې له مبارك وركوم۔ وزيراعظم ووئيل په واشنګټن كښې صدر ټرمپ سره زما ملاقات شوے٬ په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د امريکې نائب صدر او خارجه وزير هم جوجود وٶ٬ صدر ټرمپ سره په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، تجارت ،معيشت او د ترهګرۍ مخنيوي په معاملو خبرې شوي۔ وزيراعظم ووئيل د غزه په حواله د اسلامي هېوادونو مشتركه بيانونه راغلي٬ مونږ د اسرائيل د نسل کشي پاليسي او د مسجد اقصي د بے حرمتۍ غندنه كړې او وئيلي مو دي چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخئ يو آزاد فلسطيني رياست جوړېدل پكار دي، دا د پاکستان خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده، كه يو خوا د صدر ټرمپ مننه كوٶ چې ھغه په جنګ بندۍ كښې مهم كردار لوبولے نو بلخوا چين د پاكستان د اوږدې مودې٬ د قدر او باور وړ او په هره سخته كښې ملګرتيا كونكې دوست هېواد دے٬ د چين مرسته كله هم نشو هېرولې۔ ليکنه چليدنه د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د پارلماني رپورټرز ايسوسي ايشن نوو ټاكلو غړو سره وليدل د افغان كډوالو عزت او وقار سره هېواد ته ستنيدو ته د پاکستان حکومت پام لرنه كوي